
تېر کال جاپان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ریکارډ ته ورسېد، چې پکې له هغو سیمو څخه سیلانیان هم شامل وو چې اکثریت ئې مسلمانان دي؛ هغوی د خوړو، عامه کلتور او موسمي منظرو له امله جاپان ته جلب شوي دي.
د جاپان د ملي ټوریزم ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې د تېر کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ، شاوخوا ۵۶۰ زره مسافر له انډونیشیا، ۵۴۰ زره له ملایشیا او ۲۴۰ زره له مینځني ختیځ څخه جاپان ته تللي دي. خو د ډېرو لپاره، په داسې هېواد کې چې د لمانځه ځانګړې اسانتیاوې په نامتوازن ډول شته، د هرې ورځې د لمونځونو ادا کول د قانع کونکې سفر تجروبه کموي .
د کارپوهانو په وینا، ستونزه تر ډېره د لویو جوماتونو د جوړولو نه ده، بلکې د انعطاف مسأله ده. د جاپان د ګرځندوی ادارې د مسلمان مسافرو د خدمت لپاره راهنمائي نظام خپور کړی چې هوټلونه، د ترانسپورت مرکزونه او سوداګریز مرکزونه هڅوي څو که امکان وي، د لمانځه لپاره ارام او پاک ځایونه ځانګړي کړي.
کارپوهان وایي، په هغو ځایونو کې چې د ځانګړو کوټو جوړول ممکن نه وي، ساده اسانتیاوې لکه لنډمهاله پردې، روښانه نښې او د کارکوونکو پوهاوی کولی شي لوی بدلون رامنځته کړي او جاپان ته دا زمینه برابره کړي چې د مېلمهپالنې داسې انځور وړاندې کړي چې له کلتور هاخوا وي.
تېر کال د اوساکا په نړیوال نندارتون کې، چې ګڼ مسلمان لیدونکي او کارکوونکي یې درلودل، د نندارتون په مرکزي برخه کې د «د ارامتیا ځنګل» ته نږدې د لمانځه یوه خونه جوړه شوې وه، څو د هغو کسانو خدمت وکړي چې د ورځې پنځه وخته لمونځ ادا کوي.
همدارنګه، د لمانځه خونې په لویو هوايي ډګرونو او سترو ښارونو کې هم زیاتې شوې دي. د بېلګې په توګه، د ټوکیو هانېدا هوايي ډګر په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو الوتنو په ترمینل ۳ کې د لمانځه یوه خونه پرانیسته. د دې مرکز د چلونکو په وینا، په ۲۰۲۴ مالي کال کې په منځنۍ توګه هره میاشت شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ترې استفاده کړې ده.
د لمانځه خونې همدارنګه د توکیو او اوساکا د JR اورګاډي تمځایونو کې جوړې شوې دي، او ځایي حکومتونو او شرکتونو د ګرځندویي سیمو لکه کیوتو او نارا کې د تمځایونو شاوخوا ورته اسانتیاوې برابرې کړې دي.
خو سره له دې، د ځای د محدودیت او د غوښتې د کمښت په څېر لاملونو له امله، د دې ډول اسانتیاوو شمېر لا هم محدود دی.
https://iqna.ir/fa/news/4330232